خلیلزاد: که وسله وال طالبان پر ژمنو ونه درېږي؛ امریکا له افغانستان څخه نه وځي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېږي؛ نو امریکا له افغانستان خپل پوځ نه باسي.

د امریکا پارلمان له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو او په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو په تړاو د وضاحت لپاره پرون زلمی خلیلزاد ور غوښتی و.

د کانګرېس غړوله خلیلزاد پوښتلي، چې د دې څه ډاډ شته  چې د امریکا له وتلو وروسته به افغانستان د القاعده او نورو ترهګرو په مرکز بدل نه شي.

خلیلزاد وکیلانو ته په ځواب کې ویلي، د دوحې تړون له مخې له طالبانو سره هرڅه په شرطونو ولاړ دي او که یې پوره نه کړي، متحده ایالات خپل پوځیان نه باسي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په وینا کې وویل،‌ هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له دغه هېواد خپل پوځیان وباسي.

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، وسله وال طالبان باید له داسې کړنو څخه ځان وساتي، چې د افغانستان سولې پروسې ته زیان رسوي.

د دوی په نظر، د دوحې تړون مهم ټکي له نړېوالو ترهګرو ډلو سره د وسله والو طالبانو پریکون او د بین الافغاني خبرو اترو بریالیتوب دی، چې د دوی له لورې دواړو ټکو ته تر اوسه سمه پاملرنه نه ده شوې.

شنونکي د بین الافغاني مذاکراتو د اصلي خبرو اترو ځنډ پړه هم په وسله والو طالبانو اچوي او وايي، وسله وال طالبان ژر تر ژره باید هغه اقدامات وکړي، چې ورسره افغانستان کې سوله راتلی شي او د افغان وژنې مخه نیول کیږي.

د چارو د شنونکو په باور د خپلو غوښتنو لپاره د بین الافغاني خبرو ځنډول او یو شمېر نورې کړنې ترسره کول، چې پایله به یې افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پاتي کیدل شي؛ د طالب هغه ادعا چې د بهرنیو خلاف جنګیږي؛ هم تر پوښتنې لاندې راځي.

د یادونې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خطاب کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غږ وکړ او همدا راز د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپله وینا کې وویل، چې که وسله وال طالبان خپلو ژمنو ته، چې د نړېوالو ترهګرو سره د اړېکو پریکون او د بین الافغاني خبرو بریالیتوب دی؛ ژمن پاتي؛ خپل پوځيان به وباسي.

  • 03 تله 1399